د کلیو د بیا رغونی او پراختیا وزارت په هکله:

دکلیو دبیارغونی او پراختیاوزارت د پراختیایی  پروګرامونو پلی کول دټولنیزی اومالی ودی لپاره په کلیو کی خاصتا په هغه کلیوکی چی کرنیزی ځمکی نلری ، پیل کړل . دغه وزارت په ۳۴ ولایتونوکی کارکوونکی  لری اوډول  ډول پروګرامونه چی تمویل یی خپله دوزارت اونړیوالی ټولنی لخوا صورت مومی  ، پلی کوی.
دکلیو د بیا رغونی او پراختیاوزارت موخه  د بیوزلی کچی راټیټول دی شاوخوا ۸۰ سلنه افغان وګړی چی په کلیو او بانډوکی ژوند کوی د پراختایی  تګلاری دپلی کولو له لاری د  بیوزلو د  ژوند ښه والی په پام کی نیول شوی دی او دوی ددولت اومدنی ټولنی څخه غواړی چی ددوی داقتصادی خنډونو اوپه کلیوکی دبیوزلی مخه دپراختایی تګلاروله لاری ډب کړی.
دغه  تګلاره د افغانستان د ملی  پراختایی تګلاری په لوی چوکاټ کی جوړه شویده  هغه  لاره چی د افغانستان اسلامی دولت د خپلو پراختایی موخولپاره دملګروملتونو زرکلنه موخه  تعقیبوی.

 

د لیتاکا په هکله:

د ښه ژوند  د  ودی  پروژه دافغان – تاجک  د پولو دواړو خواووته ( لیتاکا ) لمړنی پراختایی ، اقتصادی اوټولنیزه پروژه  ده  چی د افغانیسان اسلامی جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت ترمینځ فعالیت کوی اود ملګروملتونو پراختیایی  پروګرام  په  دواړه  لورو کی  پلی  کیږی.
داپروژه  د جاپان لخوا د جاپان ( جیکا ) د نړیوالی همږغی  د اداری لخوا تمویلیږی ، د پروژی  دوران  د ۲۰۱۴  کال د مارچ  د میاشتی څخه تر۲۰۱۷ کال  د فبروری  تر میاشتی  پوری دی  او ۳  ولسوالی یعنی  د حضرت امام صاحب ولسوالی په کندز ولایت  کی او دشت کلا  او ینګی کلا ولسوالی د تخار ولایت کی ترپوښش لاندی راوستی دی.
د لیتاکا  د پروژی موخه  د تاجکستان اوافغانستان سرحدی ولایاتوکی د استحکام ، ثبات اوامنیت ټینګښت دی ، چی دغه  موخه  د بیوزلی  په  ټیټوالی ، داقتصادی پراختا څخه ساتنه  او د دواړه خواوو سرحدی ټولنو د یوبل سره  د مرستوله لاری لاس ته راځی ، د لیتاکا  د پروژی څخه  د ۱۵۲۹۷۶ کسانو څخه زیات مستقیمه ګټه آخلی  حال داچی  د موخی ټولنی چی هلته ژوند کوی  د۱۱۲۳۰۰۰ کسانو ژوند به لا تقویت شی . د ظرفیت  د لوړوالی پروژه  سیمه ایزه حکومتونو، مدنی ټولنو ، سکتوری اوخصوصی ادارو ته داقتصادی اوټولنیزی ودی پایداره مدیریت برابروی . همدارنګه  د بنسټیزو اولویت ورکړشویوپروژو بیا رغول ، او د سوداګری وده  د موخی خلکوته  د ژوند  د ښه والی لپاره  پانګونه کوی.